د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د میدان وردګ ولایت اړوند، وردګ امبولانس لپاره د ودانۍ رغولو پروژې چې د MOPH/CAC/NCB/1403/W-01 شمېرې لرونکی دی د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي.
د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دوشنبې ورځې 15/02/1446 ه ق چې د 29/05/1403 هـ. ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو پرانیست خونې ته وسپاري.
ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي د وړاندیز تضمین د (86,000) شپږ اتیا زره افغانیو په اندازه د بانک ګرنټي په بڼه دی او د وړاندیز پرانیستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو پرانیست خونه کې ترسره کېږي.