د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تورخم کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او تنظیم په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

 

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم سربېره د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې د یادې ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

نوموړي همداراز له ټولو هغو مسؤلینو څخه، چې په تېر کې یې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د روغتیا په برخه کې خدمات ترسره کړي مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا چمتووالي لارښوونه وکړه.

له بل لوري د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ له مرستیال څخه دې ولایت د نوموړي له سفر څخه، چې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او ستونزو د حل په موخه یې ترسره کړی و مننه وکړه  او په راتلونکي کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا چمتووالي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲۳
Background image

زابل کې ۳۲ تنه روږدي کسان له څلور میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د زابل عامې روغتیا رئیس، ډاکټر میرویس افغان د یادو ناروغانو په درملنه خوښي څرګنده او ویې ویل، هڅه کوو چې د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې لا زیاتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر په ایران کې د ماشومانو متخصصو روغتونونو سره لیدنه وکړه؛ د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې او دوه اړخیزو همکاریو ژمنه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ماشومانو ناروغیو درملنې طبي مرکز (مرکز طبي کودکان) او حکیم د ماشومانو ناروغیو درملنې روغتون له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۵۸
Background image

د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره د لومړیتوبونو پر بنسټ عملیاتي پلان جوړ شو

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ د پلان او برنامه ګزارۍ ریاست د استازو او اړونده مسؤلینو په شتون کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ولسوالیو په. . .

BACK TO NEWS