د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په خپل کاري دفتر کې غونډه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۰:۱۵
Deputy Minister

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي له لوري په خپل کاري دفتر کې د سرویلانس څانګې د ۲۰۲۳ م کال لاسته راوړنې د یوې ناستې په ترڅ کې تر بحث لاندې ونیول شوې.

په دې ناسته کې د یاد وزارت مرکزي رئیسانو، آمرینو، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف استازو ګډون کړی و، چې موخه یې د ساري ناروغیو ټولو هغه ناڅاپي پېښو او ورته نورو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه،  چې د اړوندو ادارو له لوري ورته په تېر کال کې ځواب ویل شوی او په راتلونکي کال کې به د ورته پېښو په اړه کوم اقدامات ترسره کړي وه.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تېر یو کال کې د اړوندو ادارو له لوري د ترسره شوو کړنو له امله د مننې تر څنګ له مسؤلینو وغوښتل، چې په راتلونکي کال کې د ورته بېړنیو او ناڅاپي پېښو د مخنیوي لپاره لا هڅه وکړي او په دې اړه د خپلو ادارو تطبیق کوونکي پلانونه ژر تر ژره چمتو او زموږ سره شریک کړي؛ تر څو د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS