د روغتیایي سکتور همغږۍ په پار د مرسته کونکو هېوادونو له استازو سره ناسته وشوه
د عامې روغتیا وزارت رهبري د اروپايي اتحادیې استازو، روغتیا نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو پرمختیایي برنامې، د امریکا متحده ایالاتونو نړیوالې پرمختیایي ادارې، نړیوال بانک، د ملګرو ملتونو نفوس صندوق او د هېواد مالیې وزارت سره د ویډیو کنفرانس لارې بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د کورونا ویروس، اداري فساد سره مبارزه، د روغتیا سیستم پیاوړي کول، د لوژیستیک سیسټم ښه والی، په روغتونونو کې د روغتیا سیسټم ښه کول، د درملو زیرمو پیاوړتیا د مرکز او ولایتونو ترمنځ د لا همغږي په رامنځته کولو یې د ناستې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت روغتیايي کارکونکو د دریو پریزینټیشنونو په وړاندې کولو سره، د کورونا ویروس سره په مبارزه کې د روغتیا وزارت دندې، په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي مراکزو د نظارت او ارزونې سیسټم او د روغتیایي پروژې دندې هم توضیح کړې.
له بلې خوا، د افغانستان روغتیا سکتورته د مرستندویه هیوادونو استازو په دې برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د روغتیا سکتور سره به د خپل هیواد همکاریو ته دوام ورکړي.