د روغتیایي پروژو په اړه د نړیوال بانک د ارزونې پایلې تربحث لاندې ونیول شوې
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د نړیوال بانک د ارزونې پایلې د دغه بانک لخوا چې د صحتمندي پروژو او کووېډ -۱۹ ته د ځواب ویلو په اړه ترسره شوې ده تربحث لاندې ونیول شوه.
د نړیوال بانک استازي ډاکټر احمدزي، د ارزونې راپور د ویډیو کنفرانس له لارې د عامې روغتیا وزیر ته په تفصیل سره تشریح کړ. دغه ارزونه په ولایتونو کې د نړیوال بانک هئیت لخوا د صحتمندي پروژو د کړنو، لاسته راوړنو او ننګونو او کورونا ته د ځواب ویلو په اړه ترسره شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دې ارزونې پایلې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو او د روغتیايي پروژو په فعالیت کې د تشو پېژندلو لپاره ښه فرصت وباله او ویې ویل: "که څه هم دا پروژې ښې لاسته راوړنې لري؛ مګر په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کونکو مؤسسو په فعالیت کې ډېرې ننګونې په ګوته شوي.
ډاکټر مجروح همدارنګه د دې ارزونې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل او د اړوندو څانګو له مسؤلینو یې وغوښتل ترڅو هغه مؤسسې چې په ځینو ولایتونو کې یې خدمتونو ضعیف دي د دوی د کاري تشو په اړه باید کار وشي ترڅو د دوی خدمتونو زیات شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کورونا واکسینو په برابرولو کې د نړیوال بانک او آسیایي بانک د ملاتړ ستاینه وکړه او د کورونا واکسین تدارک یې په افغانستان کې مهم وباله.
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي کار کونکو ترڅنګ، د نړیوال بانک، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې، د اروپایي اتحادیه، د بریتانیا سفارت، یونیسف، د کاناډا سفارت او د روغتیا نړیوال سازمان استازو برخه اخیستې وه.