د روغتیا سکټور بودیجه کې د بې ځایه مالي لګښت مخینوي د ارزونې پایلې تر بحث لاندې ونیول شوې

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۱ - ۱۴:۱۴
د روغتیا سکټور بودیجه کې د بې ځایه مالي لګښت مخینوي د ارزونې پایلې تر بحث لاندې ونیول شوې

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین ډاکټر بشیر نورمل؛ نن د مالیې وزارت او اړوندو ادارو له استازو سره په کتنه کې د روغتیا سکټور بودیجې کې د لګښت د مخنیوي لپاره د مالي ارزونې پایلو په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت استازي د ارزونې راپور چې په دې برخه کې تر سره شوئ دی او هغه ساحې چې مالي خطر پکې زیات دی شریک کړ او په دې برخه کې د اړوندو ادارو د نظرونو او وړاندیزونو غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین د روغتیا په سکتور کې د مالي لګښت مخنیوئ مهم وباله او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د دې ارزونې پایلې له روغتیایي ادارو سره شریکې کړي او د روغتیا برخه کې د اړتیا مطابق خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړي.

همدارنګه ډاکټر بشیر نورمل وویل: د عامې روغتیا وزارت هوډ لري چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ټولو هېواد والو ته یو ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS