د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ بستریز عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
د یاد روغتون بنسټ ډبره د زابل مرستیال والي، الحاج ملا فیضالله تمیم له لوري د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د پوهنې رئیس، د ارغنداب ولسوال او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
دغه روغتون له داخلي بودجې څخه د عامې روغتیا وزارت تر رهبرۍ او څارنې لاندې جوړېږي، چې ور سره به د سيمې اوسېدونکي معياري روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.
