د طبابت اخلاقو دویمه کمېټه په شیخ زاید روغتون کې پرانیستل شوه
پنجشنبه، غویی ۱۶/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په شیخ زاید روغتون کې د طبابت اخلاقو دویمې کمېټې په پرانیستلو کې ګډون وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیا په سکتور کې د طبابت اخلاقو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نن د طبابت اخلاقو د اصولو نه رعایت د روغتیا سکتور باندې د خلکو د بې باورۍ لامل شوی دی.
ډاکتر مجروح د عامې روغتیا وزارت سره د طبي شورا د همکارۍ او په روغتونونو کې د طبابت اخلاقو برنامې پلي کول وستایل او څرګنده یې کړه چې د عامې روغتیا وزارت چمتو دی چې په دې برخه کې له طبي شورا سره بشپړه همکاري وکړي.
هغه همدارنګه د روغتیایي کار کوونکو او د دوی ننګونو د حل لپاره د عامې روغتیا وزارت ملاتړ ته په اشاره وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو خدمتونو سربیره اخلاقي اصول هم مراعت کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هغه ډاکترانو یادونه وکړه چې دوی د ناروغ درملنه کې خورا مسلکي او ښه چلند کوي او د طبي شورا څخه یې وغوښتل چې د دوی په پیژندلو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي، ترڅو د عامې روغتیا وزارت د دوی قدرداني وکړي ترڅو روغتیا سکتور په ښه بېلګو کې یې شامل کړي.
په ورته وخت کې، د طبي شورا رئیسې ډاکتر نسرین اوریاخیل په روغتونونو کې د طبابت اخلاقو برنامې پلي کولو کې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل: د ناروغ او د روغتیایي کار کوونکو د حقوقو مصؤنیت د طبي شورأ له اساسي دندو څخه دي او موږ هڅه کوؤ ترڅو هېڅ ناروغو او ډاکتر ته په روغتیایی مرکزونو کې کې سپکاوئ او تحقیر ونه شي.
هغې همدارنګه زیاته کړه چې د ناروغ او ډاکتر د حقوقو په اړه د پوهاوي لوړول د طبي شورا له برنامو څخه دی، چې د دې برنامې له لارې به خلک د ناروغ او ډاکتر د حقوقو په اړه خبرېږي.
له بلې خوا، په طبي شورا کې د طبابت اخلاقو د څانګې مشر ډاکتراحمدشاه شکوهمند د دې برنامې اغېزمنتوب یاد کړ او ویې ویل چې د دې برنامې په پلي کېدو سره، اوس موږ د روغتیایي کار کوونکو په چلند کې د ښه بدلون شاهدان یو.