د عاشورا مراسمو جوړونکي کمیسیون له غړو سره د عامې روغتیا نوماند وزیر لیدنه
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د عاشورا مراسمو جوړونکي کمیسیون له غړو سره وکتل او د عاشورا مراسمو پرمهال د کورونا ویروس د مخنیوي په څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
د دې کمیسیون غړو په لومړي ځل هیواد کې د روغتیایي خدماتو چمتو کولو او د کورونا ویروس کنټرول ښه کولو لپاره د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او د دې وزارت مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه چې د ویروس مخنیوي لپاره د عاشوار مراسمو جوړونکي کمیسیون سره د احتیاطي تدابیرو برخه کې د ماسکونه برابرولو، مساجدو کې د میکروب ضد درمل شیندل، وقایوي او په مهمو ځایونو کې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار د څو عراده امبولانسونو مرسته وکړي.
دوی دا هم وویل چې د کورونا ویروس خپرېدو ته په پام سره، سږکال د عاشورا مراسم به د محرم له پنځمې تر یولسمې نېټې پورې په خلاص ځای کې ترسره شي او همدارنګه د خلکوعامه پوهاوي کچې لوړولو په پار، د یاد کمیسیون لخوا د عامه پوهاوي برخه کې بروشورونه وېشي ترڅو خلک د کورونا ویروس برخه کې د روغتیایي لارښوونې ښې و څېړي.
له بلې خوا، ډاکټر عثماني د عاشورا مراسمو پرمهال د کورونا ویروس په خپرېدو اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د کورونا ویروس کړکېچ لا هم په هیواد کې شتون لري او د عاشورا مراسم باید د ټولنیز واټن په مراعت ولو سره په خلاص ځای/ آزاده فضا کې تر سره شي ترڅو د کورونا ویروس خپرېدو څخه مخنیوی وشي.