د عامی روغتیا وزارت نوماند وزیر د Global Action Plan for Health and Wellbeing په کلنی غونډه کې ګډون وکړ
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د Global Action Plan for Health and Wellbeing په کلنۍ غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
دغه غونډه هر کال د نړیوالو روغتیایي سازمانونو د همکارۍ او همغږۍ لپاره جوړېږي، نوموړې غونډه سږ کال د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ښاغلي ټي ډروس په مشرۍ جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان، سومالیا، جرمني، ناروې، پاکستان، کاناډا او بریتانیا د روغتیا وزیرانو، سفیرانو او د دولسو سازمانونو استازو ګډون کړئ وؤ.
د غونډې په لړکې د افغانستان د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په افغانستان کې د کوېډ -۱۹ سره مبارزه، روغتیایي وضعیت، د روغتونونو ریفورم، د روټین روغتیایي خدمتونو او واکسین د خدمتونو وړاندې کولو په پار د ناستې ګډونوالو ته وینا وکړه.
جوړه شوې غونډه کې د ټولو روغتیایي سازمانونوپه همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو او ژمنه وشوه هغه هېوادونه چې د روغتیا برخه کې مرستو ته اړتیا لري ډاډ ورکړل شو ترڅو په راتلونکي کې د SDG3 هدف پوره کړي.