د عامې روغتیا نوماند وزیر د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا بېړنیو پروګرامونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۵:۳۳
د عامې روغتیا نوماند وزیر د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا بېړنیو پروګرامونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د مدیترانې په حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د بېړنیو پروګرمونو له رئیس ډاکټر ریچارد جان برنن او د دوی مل پلاوي سره بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي، په بېړني حالت کې چمتووالی، د لابراتوارونو ارزونې، سرویلانس څانګې او روغتونونو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

دغه استازو څرګنده کړه چې د دوی د لیدنې هدف په بېړني حالت کې د افغانستان روغتیا سیستم پیاوړي کول وؤ او ویې ویل چې دا ټیم په کابل او ولایتونو کې لابراتوارونو، عاجل څانګو او روغتونونو څخه لیدنه کوي ترڅو د دوی فعالیت/کړنې و ارزوي.

ډاکټر احمد جواد عثماني د روغتیا نړیوال سازمان د هېواد روغتیا سیستم د پیاوړي کولو اوهمکارۍ له امله مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د لابراتوارونو، روغتیایي مرکزونو، د سرویلانس څانګې او د ویروس مخنیوي څرنګوالي ارزونې وروسته خپلې غوښتنې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریکې کړي، تر څو په بېړني حالت کې په روغتیایي مرکزونو کې غوره تدابیر ونیول شي.

همدارنګه، د عامې روغتیا نوماند وزیر خپل پلانونه له دې هیئت سره شریک کړل او د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې په پلي کولو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS