د عامې روغتیا وزارت د اجراییوي بورډ غونډه جوړه شوه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۱۵:۱۷
د عامې روغتیا وزارت د اجراییوي بورډ غونډه جوړه شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح د هېواد په روغتونونو کې د اکسیجن پلنټ نصبولو سیسټم د ١٤٠٠ لمریز کال د بودیجې ارزونه، په دې برخه کې د مالیې وزارت پرېکړو او د روغتونونو د اصلاحاتو د تسلیمۍ اسنادو د پروسې په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې.

همدارنه د دې غونډې په دوام، د بورډ غړو د یادو موضوعاتو په اړه خپل کاري پرمختګونه د وزارت له رهبري سره شریک کړل او په دې برخه کې د دوی د کاري ننګونو د حلولو لپاره د لارښوونو غوښتونکي شول.

ډاکتر مجروح د بورډ غړو د کاري راپورونو له اورېدو وروسته، تخنیکي کمیټې و ګمارلې ترڅو د شته ننګونو له ارزولو وروسته هغه اجراات چې په پام کې دي په ټاکلي وخت کې ترسره کړي.

سربېره پردې، د عامې روغتیا سرپرست وزیر د لاندې موضوعاتو لکه: د اصلاحاتو د اجنډا پلي کول، د اصلاحاتو د طرحې لنډیز چمتو کول، په ټاکلي وخت د روغتیایي کار کوونکو د معاشونو ورکول، او له پولې بهر متخصصینو د اسنادو د ستونزو د حل په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS