د عامې روغتیا وزارت د تخصصي پروګرام لس فصده ارزونه پیل کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کوي، چې د علمي معیارونو په پلي کولو سره د تخصص پروګرام غني کړي او په هېواد کې د تخصصي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ډاکټرانو د پوهې کچه لوړه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د حکمونو پر بنسټ، د دوهم دور لس فصده  ازموینه د ۱۴۰۴ هـ ش کال د لیندې (قوس) میاشتې په ۳مه نېټه د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ پیل شوه.

دغه بهیر په رسمي ډول د ترتیب‌ شوي جدول له مخې په ۲۶ تخصصي څانګو کې د مرکز تخصصي او د متممو تخصصي (نظامي او خصوصي) روغتونونو د ټولو ټرېني ډاکټرانو لپاره پيل شو.

یاد بهیر به د ۱۴۰۴ هـ ش کال د قوس میاشتې تر ۲۸ نېټې پورې په ټولو یادو مرکزونو کې په مسلسل ډول دوام ولري. دغه ازموینه به له معیارونو او درسي پروګرام (کریکولم) سره سمه د اکمال تخصص لوی ریاست د باصلاحیته استازو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS