د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د کابل روغتونونو له رییسانو سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۲۰:۱۳
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د کابل روغتونونو له رییسانو سره وکتل

د عامې روغتیا د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح نن د یوې ناستې په ترڅ کې د کابل روغتونونو له رییسانو سره وکتل.

په دې غونډه کې ډاکټر مجروح د روغتونونو د بدلون او د روغتونونو کیفیت د ښه والي برنامې د پلي کېدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام لر لید او ملاتړ د کابل روغتونونو له رییسانو سره شریک کړ او د دې برنامې په پلي کېدو یې خبرې او نظرونه یې تبادله کړل.

هغه همدارنګه د روغتونونو خدمتونو پرمختګ لپاره د لنډ مهاله طرحې پلي کېدو ته هم اشاره وکړه او د روغتونونو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د دې طرحې پلي کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین وویل: په پام کې ده چې د روغتونونو د یوځای کېدو برنامه په دوه دولتي روغتونونو کې د خدمتونو دوام او کیفیت ښه کولو لپاره د اوږدمهاله حل په توګه پیل شي.

په ورته وخت کې، د روغتونونو رییسانو د روغتونونو خدمتونو کیفیت ښه کولو لپاره د طرحې پلي کولو څرنګوالي په تړاو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS