د عامې روغتیا وزارت د صحتمندي/روغتیا برنامې اغېزمنتوب د (Center for public Impact) نړیوال بنسټ لخوا وارزول شو
دوشنبه، چنګاښ ۲۱/۱۴۰۰
په دې تړاو دغه ناسته، د عامې روغتیا سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د عامې روغتیا وزارت د اړوندو څانګو او د CPI بنسټ استازې میرمن شاهین وارین په ګډون سره د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه، ټاکل شوې ده چې د دغه وزارت د صحتمندي/روغتیا پروګرام په مختلفو برخو لکه: حکومتدارۍ، د مشروعیت او موثریت برخه کې د (Center for public Impact) بنسټ لخوا تر ارزونې لاندې ونیول شي.
دا بنسټ د نړۍ له شاوخوا 80 هېوادونو سره کار کوي ترڅو د ملي برنامو اغېزمنتوب ارزونې او داسې لارو چارو په پېژندلو کې چې ملي ادارې خلکو ته د خدمت کولو او د ټولنې اړتیاوو پوره کولو کې د دوی د برنامو موثریت ډېروالي ته اړ وي کار کوي.
د صحتمندي/روغتیا پروژه، د هېواد په 34 ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د لوی بستر په توګه، د 2019 کال په پیل کې په نوي مېتود سره د فعالیت او اجرائیوي مدیریت تر نوي مېتود لاندې په کار پیل وکړ، دا پروژه د خپلو ښو لاسته راوړنو سره سره له جدي ننګونو پرته هم نه وه.
د پروژې لومړی پړاو د 2021 کال د جون میاشت په پای کې بشپړ شو او د عامې روغتیا وزارت د نړیوال بانک او نورو کاري شریکانو سره په موافقه او د جمهوري ریاست د عالي مقام، ملي تدارکات او مالیې وزارت د هراړخیز لارښود لاندې د 2022 کال تر جون میاشت پورې د یو کال لپاره وغځول شوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په اوسني وضعیت کې د صحتمندي/روغتیا پروژې ارزونه چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد د روغتیایي نظام په اصلاحي طرحه باندې کار کوي، د یو بې پرې، بشپړ خپلواک ا و مسلکي بنسټ له لوري د اصلاحاتو د برنامې یوه اړینه برخه او پر وخت ګام وباله او یاد بنسټ سره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.
هغه همدارنګه د دې موضوع د څېړلو په اړه د وزارت اړوندو څانګو ته لازمي لارښوونې وکړې او یادونه یې وکړه چې د دې مطالعې پایلې به د صحتمندي/روغتیا پروګرامونو وروسته په اصلاحي طرحو کې وکاروي.