د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا کابل کې د ماشومانو درملنې "اندراګاندي" ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۰:۳۴
MOPH

دغه نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په چارو کې د شفافیت رامنځته کول دي، په ترڅ کې یې ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

دغه راز، د څارنې او پلټنې لوی رئیس د پایوازانو د شکایتونو اورېدلو تر څنګ، د ناروغانو دوسیې و ارزولې او روغتیايي کارکوونکو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS