د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کابل ښار څلورمه ناحیه کې د سړک پر غاړه د خوړو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ
د دې پروګرام موخه د خوړو چمتو کولو، پېرلو او خوړلو پر مهال د روغتیايي اصولو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړول وو، چې په ترڅ کې يې د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو ښاريانو ته د عامه پوهاوي پیغامونه وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې خوراکي توکي یوازې له هغو پلورونکو څخه وپېري، چې روغتیايي اصول مراعاتوي.
همدرانګه، پلورونکو ته يې خبرداری ورکړ، چې د خوراکي توکو ساتنځي، پخلنځي، لوښي او هم له دوړو او مچانو څخه د خوراکي توکو پاک ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي؛ څو د ټولنې روغتيا خوندي او د ناروغيو مخه ونیول شي.
همدارنګه، د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو د ګرمو او سړو خوړو پر سم ساتلو ټینګار وکړ او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې که د نس ناستي، کانګو، تبې یا د نس د شدید درد نښې په کې څرګندې شي، نو پرته له ځنډه دې نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.
