د عامې روغتیا وزارت رهبري په کور دننه د کورونا ویروس تشخیصیه کېټونو تولید طرحې ملاتړ وکړ

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۵ - ۱۵:۲۹
د عامې روغتیا وزارت رهبري په کور دننه د کورونا ویروس تشخیصیه کېټونو تولید طرحې ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په سهارنۍ غونډه کې د ډاکټر سید حسین موسوي د لابراتوار د ازموینې/ معایناتو متخصص (لشمانیا او ملاریا) د هغه پلان/طرحې هرکلی وکړ چې په هیواد کې د کورونا ویروس تشخیصیه کېټونو د تولیدولو څرنګوالي په اړه وړاندې شوی و.

ډاکټر عثماني د کورونا ویروس سره مبارزې برخه کې په هېواد دننه د ښاغلي موسوي د تشخیصیه کېټونو تولید طرحې برابرولوهرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه طرحه به د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره هم شریکه شي، ترڅو د افغانستان حکومت په مرسته عملي کار یې پیل شي.

ښاغلي موسوي په دې ناسته کې د خپلو ټولو توضیحاتو سره د کورونا ویروس تشخیصیه کېټو تولیدولو څرنګوالی وړاندې کړ او د عامې روغتیا وزارت مشرتابه څخه یې د ویروس تشخیصیه کېټونو تولید لپاره د اسانتیاوو چمتو کولو او تمویل/ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه دا هم وویل چې په هیواد کې د کورونا ویروس تشخیص کېټونو تولید نه یوازې د افغانستان حکومت لپاره ویاړ دی؛ بلکې دا د کورونا ویروس تشخیص کېټونو چمتو کولو لوړ لګښت څخه مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS