د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغان جاپان او قصبې کووېډ -١٩ روغتونونو له بستري نارغانو روغتیا پالنه وکړه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۹ - ۱۹:۲۶
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغان جاپان او قصبې کووېډ -١٩ روغتونونو له بستري نارغانو روغتیا پالنه وکړه

سه شنبه، چنګاښ ٢٩/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن (د لوی اختر لومړۍ ورځ) د افغان - جاپان او قصبې کووېډ-١٩ روغتونونو کې د بستري ناروغانو روغتیا پالنه او پوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ناروغانو د روغتیا پالنې سربېره هغوﺉ ته د سلامتیا او روغتیا هیله وکړه.

ډاکتر مجروح، د کورونا ناروغانو د روغتیا پالنې ترڅنګ په افغان-جاپان او قصبې روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وارزؤ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په دې مرکزونو کې د روغتیايي کارکوونکو له زیار څخه قدردانی وکړ او د هغوﺉ هڅې یې د ستایلو وړ وبللې.

هغه د یاد شوي روغتونونو روغتیايي کار کوونکو ته لارښوونه وکړه چې د ناروغانو درملنې او پاملرنې په پار هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS