د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خوست ولایت د ګُربز او نادر شاه کوټ ولسوالیو له روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
جمعه ۱۴۰۰/۲/۲۴ - ۶:۳۲
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خوست ولایت د ګُربز او نادر شاه کوټ ولسوالیو له روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

پنج‌شنبه، د اختر لومری ورح، غویی ۲۳/١٤٠۰

دریم برخه:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د اختر په لومړۍ ورځ خوست ولایت ته د خپل سفر په لړکې دشپې ٨ بجو د دغه ولایت ګُربز ولسوالۍ ته ولاړ او د دې ولسوالۍ له جامع روغتیایي مرکز څخه یې لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دې مرکز خدمتونو د بیاکتنې سربېره په دې روغتیايي مرکز کې د ننګونو د حل لپاره د اړونده ادارو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ډاکترمجروح، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول د عامې روغتیا وزارت یو لومړیتوب وباله او د دغه مرکز له روغتیايي مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې خپل خدمتونه دې د روغتیایي نظریاتو په پام کې نیولو سره خلکو ته وړاندې کړي.

سربېره پردې، د ګربز ولسوالۍ د روغتیایي مرکز د خدمتونو له ارزونې وروسته، دشپې په ١٠ بجو د دې ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته ولاړ او د دې ولسوالۍ د روغتیایي مرکز د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول یې وارزول.

ډاکتر مجروح، په دې مرکز کې روغتیایي خدمتونه د ډاډ وړ وبلل او د روغتیایي کار کوونکو هڅې یې وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS