د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هرات ولایت حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۷:۱۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هرات ولایت حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه

چهارشنبه، چنګاښ ۹/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، هرات ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د هرات ولایت له حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په دې روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وارزول او د اړونده څانګو مسؤولینو ته یې د ننګونو د حل او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي په پار لازمې لارښوونې وکړې.

هغه همدارنګه ددغه روغتون له روغتیايي کارکوونکو سره هم وکتل او د هغوئ د ننګونو او غوښتنو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ډاکترمجروح، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه والي ټینګار وکړ او د اړونده څانګو له مسؤولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

دغه روغتون ۶۵۰ بستره لري او په مهمو برخو کې د هرات او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS