د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د یونیسف او نړیوال روغتیا سازمان له نوي استازو سره وکتل

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۲:۲۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د یونیسف او نړیوال روغتیا سازمان له نوي استازو سره وکتل

چهارشنبه، غوایی ۱۴۰۰/۱

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې تعارفي ناستې په ترڅ کې، په افغانستان کې د یونیسف نوي استازي ښاغلي ډیويډ هرف او د نړیوال روغتیا سازمان استازي ښاغلي لو دوپینګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په افغانستان کې د دې بنسټونو د دوه نوي استازو د شتون/راتګ هرکلی وکړ او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې د عامې روغتیا وزارت مهم همکاران وبلل.

دغه راز ډاکتر مجروح، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په پار د دواړو بنسټونو تر منځ د ګډو اړیکو په برابرولو هم ټینګار وکړ زیاته یې کړه: " هیله لرم چې د یونیسف او نړیوال روغتیايي سازمان له نوي مشرتابه سره په هېواد کې د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا برخه کې د همکارۍ نوی فصل پیل شي، ترڅو په ګډه خپله اهداف ترلاسه کړو".

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره د وزارت نوي پلانونو ته په اشارې سره وویل: د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول د جمهوري ریاست د عالي مقام له مهمو غوښتنو څخه ده.

له بلې خوا، په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان نوي استازي ښاغلي لو دوپینګ؛ د روغتیا سکتور سره د دې سازمان ګډې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل: موږ ژمن یو ترڅو په افغانستان کې د با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره په ګډه کار وکړو.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د یونیسف نوي استازي ښاغلي ډیویډ هرف؛ د دغه سازمان د دوامداره همکاریو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: "په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول زموږ ګډ هدف دی او موږ ژمن یو چې د روغتیا سکتور سره په ګډه کار وکړو. "

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS