د عامې روغتیا وزارت له ARDHO مؤسسې سره په بادغیس کې د تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري بادغيس ولایت کې د تغذیوي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghanistan Research, Development, and Health Organization-ARDHO مؤسسې سره د (۱۶۳۴۵۸) یو سل دري شپېته زره څلور سوه اته پنځوس ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۲ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۵۱۸۲۸) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۹) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د ARDHO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
