د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له عمومي مسؤل سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۵:۱۰
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له عمومي مسؤل سره وکتل

د عامې روغتیا نوماند وزیرډاکټر احمد جواد عثماني نن په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو عمومي مسؤل ښاغلي ایمانویل او ورسره مل پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.

د غونډې په لړ کې، دواړو لورو په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو د پرمخ وړلو څرنګوالي او په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کولو په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر عثماني د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول او د روغتونونو اصلاح کول د خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وباله او له هغوئ یې وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي ایمانویل د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له برنامې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دوی چمتو دي په دې برخه کې د افغانستان د روغتیا سکتور سره مرستې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS