د عامې روغتیا وزارت نوماند په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت استازو، مخورو خلکو، مشرانو او مدني ټولنې سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۱:۴۲
د عامې روغتیا وزارت نوماند په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت استازو، مخورو خلکو، مشرانو او مدني ټولنې سره وکتل

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني بادغیس ولایت د خپل سفر لړ کې، په ولسي جرګه کې د یاد ولایت استازو، مخورو خلکو، مشرانو او مدني ټولنې سره د یوې ناستې په ترڅ کې بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د بادغیس ولایت استازو په یاد ولایت کې، د روغتیایي وضعیت ښه کولو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه یې په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا نوماند وزیر د بادغیس ولایت استازو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی سره ژمنه وکړه، چې د دې ولایت ستونزو او روغتیایي لاسته راوړنو له بیاکتنې وروسته به د روغتیا وضعیت د ښه والي په پار لازمه پرېکړه وکړي.

ډاکټر عثماني په دغه ولایت کې د یوه روغتون د جوړېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل چې د پراختیایی آسیایی بانک په ملاتړ به ‎په دې ولایت کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د ښه لاسرسي په پار ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS