د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو مخنیوي په پار بشپړ چمتوالی لري
![د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو مخنیوي په پار بشپړ چمتوالی لري](/sites/default/files/2020-10/ttttttt.jpg)
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د روغتیایي ادارو له مسؤولینو سره په کتنه کې د عامې روغتیا وزارت لخوا د کورونا ویروس د دوهمې څپې رامینځته کېدو مخنیوي او په هېواد کې زیانمنو خلکو ته د انفلونزا واکسین د برابر ولو او پلي کولو چمتوالي څخه خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت نوماند ټینګار وکړ چې دغه وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهم پړاو همدا ډول د په پلازمینه او ولایتونو کې اړمنو خلکو ته د انفلونزا واکسین چمتوکول او پلي کولو په پار بشپړ چمتوالی لري.
له بلې خوا، ډاکټر عثماني په دغه ناسته کې د کورونا ویروس ازمایښت معلومولو په پار د خصوصي لابراتوارنو د کړنو څخه د څارنې، کاري کیفیت لوړولو، د افغان جاپان روغتون کې د څو تنو ترېنرانو استخدامول او ادارو تر منځ د لا همغږۍ په اړه خبرې وکړې او له روغتیایي مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړئ.
همدارنګه د روغتیایي ادارو مسؤولینو د عامې روغتیا وزارت نوماند ته د دوی کاري پروسې د ښه والي په پار خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د دغه وزارت له مشرتابه سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه کړه.