د عامې روغتیا وزارت کې د اداري مهارتونو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړونې ریاست د اداري ټرینرانو له لوري د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست کارکوونکو ته د اداري مهارتونو لوړولو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د یاد ریاست د کارکوونکو ظرفیت لوړول او د هغوی د اداري مهارتونو لا ښه والی ده. دا پروګرام چې درې ورځې به دوام لري، په کې د کاري مهارتونو لوړول او نور اداري موضوعات شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د افغانستان ا.ا. د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مناسبت د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه په ویاړ او درنښت سره رپاند شول

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د هېواد د خپلواکۍ د دغه سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وویله او د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت، اسلامي ارزښتونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

هرات ولایت کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د «دیم فارما» په نوم د درملو یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د نړیوالو بنسټونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۰
Background image

د هېواد په شمال ځتيځ زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د. . .

BACK TO NEWS