د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې د استازو په شتون کې د اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون له خدمتونو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۶:۲۲
MOPH

د یاد روغتون څخه د لیدنې موخه په دې روغتون کې خوارځواکو ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کېدو له بهیر څخه لیدنه او ارزونه وه.

 په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې عمومي مشرې، اغلې ډاکټر حنان حسن بلخي او مل پلاوي، د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې مشر، ښاغلي تاج الدین اوېلا هم شتون درلود، چې د یاد روغتون د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې له خدمتونو څخه یې د نږدې لیدنې سربېره په دې روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړېدو له کارونو څخه ارزونه ترسره کړه.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د میندو او خوارځواکو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه اړینه وبلله او د خوارځواکو ماشومانو د درملنې په برخه کې یې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.

 

د عامې روغتیا وزیر همداراز د یوې غونډې په ترڅ کې چې په یاد روغتون کې جوړه شوې وه په روغتیايي سکتور کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې ونډه  اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په کنټرول، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په محوه کولو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو د خوارځواکو ماشومانو د درملنې او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د عامې روغتیا وزیر د روان کال په ترڅ کې د پولیو واکسین لومړنی ملي کمپاین څو تنو ماشومانو ته د واکسین په تطبیق کولو سره په کامیابه توګه پای ته ورسوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS