د عصبي جراحۍ متخصص ( احمد شاه بابا مېنې روغتون)!
Publish Date
Closing Date
دنده: د عصبي جراحۍ متخصص ( احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه : ۱۹ / ۳/ ۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه: ۲۹ /۳ /۱۴۰۵
د دندې لنډیز :
د عصبي جراحۍ متخصص ډاکټر د بستر او مراجعه کوونکو ناروغانو د تشخیص، درملنې او تعقیب مسؤلیت لري، چې پکې د ناروغانو تاریخچه اخیستل، فزیکي معاینات، لابراتواري او رادیولوژیکي ارزونې، درملنه او د روغتیايي کارکوونکو روزنه شامل دي؛ خو یوازې په همدې مواردو محدوده نه ده.
مسؤلیتونه:
- د ناروغانو دقیق تاریخچه اخیستل او اړوند اسناد بشپړول
- د اړتیا سره سم د ناروغانو فزیکي معاینات ترسره کول
- د لابراتواري او رادیولوژیکي معایناتو سپارښتنه، تحلیل او تفسیر
- د اړوند مسؤل د هدایت سره سم د بستر ناروغانو منظم ویزیت
- د ناروغ د حالت دقیق تشخیص د تاریخچې، معایناتو او ازموینو پر بنسټ
- د ناروغانو د درملنې پلان ترتیب او تطبیق
- د طبي پروسیجرونو د سمو تطبیق یقیني کول
- د ناروغانو مشوره، تعقیب او مدیریت
- د روغتیايي معلوماتو په راټولولو او ثبت کې همکاري
- د داخلي روزنو او نوي کارکوونکو په روزنه کې ګډون
- د پروتوکولونو، طرزالعملونو او مقرراتو رعایت
- د مسلکي ظرفیت لوړونه د روزنیزو پروګرامونو له لارې
- د کیفیت د ښه والي اړوند پلانونو او غونډو کې ګډون
- د ناروغانو لپاره وقایوي او لومړنۍ مشورې ورکول
- د نوکریوالۍ (شپې/شفټ) دندو ترسره کول
- د وقایې انتان (IPC) پروګرامونو کې فعال ګډون
- د اړوند څانګې مسؤل له لوري سپارل شوې نورې دندې ترسره کول
- د اړوند څانګې مسؤل ته راپور ورکول
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
- باید افغان تابعیت ولري.
- د معتبر پوهنتون څخه د MD سند (د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی)
- د عصبي جراحۍ (Neurosurgery) تخصص سند لرل
- قوي د افهام او تفهیم مهارتونه لرل
- له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه او مسلکي چلند کول
- په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تسلط (لیک، لوست او خبرې) لرل
- د کمپیوټر ابتدایي (MS Office) مهارتونه لرل
ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.
د اعلان د بست لارښوونه:
درنو نوماندانو! تاسې کولای شئ خپله سي وي (CV) د mophgdsa@gmail.com برېښنالیک ته واستوئ، یا یې چاپي (هارډ کاپي) بڼه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کاریابۍ اعلانونو عمومي مدیریت ته وسپارئ.
یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې د بست عنوان په برېښنالیک کې په واضح او دقیق ډول د عنوان په برخه کې ولیکئ.
د اړتیا یا لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له دې شمېرې سره ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲.
اړیکه ونیسئ: