د لومړنیو اساسي روغتییایي خدمتونو وړاندې کولو درول شوﺉ بهیر بیا پیلېږي
![د لومړنیو اساسي روغتییایي خدمتونو وړاندې کولو درول شوﺉ بهیر بیا پیلېږي](/sites/default/files/2020-08/vvvvv.jpg)
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د نن ورځ په سهارنۍ غونډه کې د هغه روغتیایي مرکزونو په اړه چې د کرونا ویروس له امله یې روغتیایي خدمتونه درول شوي وو په یادو روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د بیا پیل غوښتنه او ټینګار وکړ.
ډاکټر عثماني په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره د وزارت چمتووالي یادونه هم وکړه او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغه ویروس د مخنیوي پر وړاندې اقدامات وکړي او په ټولو روغتیایي مراکزو کې د کورونا د ناروغانو درملنه او پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا نوماند وزیر د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د ټولو روغتیایي کارکونکو له هڅو څخه مننه وکړه او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د جرګې هغه 31 غړي چې په دې جرګه کې د کورونا ویروس باندې اخته شوي دي تر څېړنې او روغتیایي سپارښتنې دې ورته وړاندې کړي.
له بلې خوا، ډاکټر عثماني د روغتیا سکتور پورې اړوند ساختماني پروژو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې یو ټیم ګمارل شوی ترڅو د ټولو ودانیزو پروژو بیاکتنه وکړي او هغه پروژې چې خپلواکه توګه خپلې چارې مخته وړي د ځمکو او ښار جوړونې وزارت وسپاري.