د لویې جرګې خیمې څخه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر لیدنه
![د لویې جرګې خیمې څخه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر لیدنه](/sites/default/files/2020-08/dfdfffffffffffffff.jpg)
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن لویې جرګې خیمې څخه لیدنه وکړه او د سولې لویې مشورتي جرګې د دایرولو په پار یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو چارو او کړنو په اړ ډاډ/خوښي څرګنده کړه.
ډاکټر عثماني، د تالار د مهمو برخو څخه د لیدنې پرمهال، مسؤولینو ته لارښوونه کړې چې د ننوتلو په ځایونو/دروازو کې د سکرینینګ ټیمونه وټاکي، او همدا رنګه د غونډې ګډونوالو ته د کورونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره د میکروب ضد درمل ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت د لویې جرګې تالار کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو شمېر روغتیایي ټیمونه ګمارلي ترڅو د غونډې ګډونوالو ته یاد ویروس د خپرېدو مخنیوي برخه کې ښه روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.