د مالي برخې مسؤلینو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو ریاست له لوري د مرکز کابل د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو او د مالي او تدارکاتي برخو ۶۰ تنه کارکوونکو ته د تدارکاتي ستونزو د حل، په روغتونونو کې په اغېزمنه توګه د بودیجې د مصرف او د مالي برخې مسؤلینو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
په یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته د تدارکاتي ستونزو د حل سربېره په روغتونونو کې په اغېزمنه توګه د بودیجې د مصرف اړوند زده کړې ورکړل شوې.