د نازو انا عالي لېسې څه باندې ۲۰۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۵۹
moph

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د نازو انا عالي لېسې څه باندې ۲۰۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۹:۲۶
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون څلورم باب، نهه ویشتمه ماده لومړۍ فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون څلورم باب، نهه ویشتمه ماده لومړۍ فقره:

که د قاچاق عمل د شبکې منظمې ډلې له لارې وي، د شبکې (منظمې ډلې) مشر، په دې قانون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۵:۴۱
Background image

نږدې ۲۱ ټنه غیرمعیاري او له نېټې تېر درمل په خوندي ډول له منځه یووړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ښار له بازارونو څخه د دوامدارو نظارتونو په ترڅ کې نږدې ۲۱ ټنه هغه درمل چې قانوني اسناد یې نه. . .

BACK TO NEWS