د نرسانو نړیواله ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې ونمانځل شوه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۷:۱۳
د نرسانو نړیواله ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې ونمانځل شوه

سه شنبه، غبرګولی ۴/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د نرسانو نړیواله ورځ " د یوې رهبري لپاره غږ او د روغتیایي پاملرنې د راتلونکي لپاره یو لید لوری" تر شعار لاندې د یوې غوڼدې په ترڅ کې ونمانځله.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې مرستیال ډاکتر بشیر نورمل، لومړی د هېواد نرسانو ته د دې ورځې په پار مبارکي وویله او د روغتیا په برخه کې یې د دوی د کړنې وستایلې.

د پالیسۍ او پلان مرستیال په هېواد کې د نرسانو او قابلو شورا جوړول د روغتیا په سکتور کې یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه به د نرسانو د مسلکي پوهې د ښه والي او لوړولو په برخه کې د ماسټرۍ او د دوکتورا په کچه هڅه وکړي.

سربېره پردې، ډاکتر نورمل په هېواد کې د نرسنګ سیسټم د کیفیت او اغېزمنتوب په ښه والي، د نرسانو مادي او معنوي امتیازاتو ته پاملرنه، د پوهاند غضنفرانسټیټیوټ د نرسنګ څانګه د لېسانس کچې ته لوړول، داخل خدمت لپاره د روزنې زمینه برابرول او د مشرتابه په کچه د نرسانو پرګمارنه یې ټینګار او ګډونوالو ته یې معلومات ور کړل.

همدارنګه په دې ناسته کې، په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان استازي ډاکترلیو

دیپنګDr Luo Dapeng) ) وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ د نرسانو د نړیوالې ورځ په نمانځغونډه کې ګډون لرم، نرسان د طبابت د ملا د تیر حیثیت لري او د یو هېواد په روغتیایي سکتور کې د دوی رول خورا مهم او حیاتي دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS