د نورستان ولایت د روغتیایي کار کوونکو ننګونې وارزول شوې
یکشنبه، چنګاښ ۱۳/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د نورستان ولایت له یو شمېر روغتیایي کارکوونکو سره په لیدنه کې ددغه ولایت د روغتیایي کارکوونکو ننګونې وارزولې.
په دغه لیدنه کې، د نورستان ولایت روغتیایي کارکوونکو خپلې روغتیایي ننګونې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره شریکې کړې او د "اهېډ" روغتیايي خدمتونو پلي کوونکې مؤسسې د کاري غلفت په اړه چې له څو میاشتو راهیسې یې د دوی تنخواوې نه دي تادیه کړي نیوکه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه ولایت ننګونو د ارزونې پرمهال هغوئ سره د شته ننګونو د حل په پار د همکارۍ ژمنه وکړه.
ډاکتر مجروح، د نورستان ولایت د هېواد یو له محروم ولایتونو څخه وباله او د اړوندو څانګو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د دې ولایت د روغتیايي کارکوونکو ستونزې دې د اړوندې مؤسسې له مشر سره شریکې کړي ترڅو د هغوئ د تنخواوؤ د تادیې برخه کې جدي اقدامات ترسره شي.