د هرات ولایت روغتیايي وضعیت و ارزول شو

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۳:۲۶
د هرات ولایت روغتیايي وضعیت و ارزول شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح هرات ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت روغتیايي وضعیت یې له نږدې وڅېړه.

د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین د هرات ولایت له حوزوي، د شهید بسیم کویډ -۱۹، مرکزي لابراتوار، او ځینې خصوصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ډاکټر مجروح د کورونا ویروس بحران په لړ کې، د قربانۍ ورکولو او د کوېډ -۱۹ ناروغانو ته د ښې پاملرنې او لاسرسي په پار د روغتیايي کار کونکو له هڅو او ښو کړنو ستاینه وکړه.

هغه همدا ډول په دغه ولایت کې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو له مسؤلینو سره هم وکتل او ټینګار یې وکړ چې په روغتیایي مرکزونو کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې مخنیوي په پار جدي او اړین تدابیر ونیول شي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین هرات ولایت ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه ولایت له والي سره وکتل او ویې ویل چې دغه وزارت د لا زیاتو لابراتوارونو رامینځته کولو، د لابراتوارونو ظرفیت لوړولو او د هرات روغتونونو کې د اکسیجن دستګاه وؤ چمتو کولو سره د کورونا ویروس دوهمې څپې سره مبارزې لپاره اړین چمتووالی نیولی دی.

سربېره پردې، ډاکټر مجروح د هرات ولایت د پوهنتون او پوهنې له رئیس سره ولیدل او په ښوونیزو مرکزونو کې د روغتیایي سپارښتنو له رعایت ولو څخه ډاډ ترلاسه کړ.

هغه د پوهنې له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په ښونیزو/تعلیمي مرکرونو کې د ماسکونو اچول لازمي کړي ترڅو د کورونا ویروس دوهمې څپې راتګ څخه مخینوئ وشي.

له بلې خوا، د هرات پوهنتون رئیس د زده کونکو په مینځ کې د ماسک اغوستلو فرهنګ، عامه پوهاوی او په ټولګیو کې د میکروب ضد درمل شیندلو یادونه وکړه، زیاته یې کړه چې د پوهنتون په کچه د کورونا پر وړاندې مبارزې کمېټه جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS