د هېواد په دریو ولایتونو کې شاوخوا 125 زره سي سي وینه راټوله شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۸:۱۰
د هېواد په دریو ولایتونو کې شاوخوا 125 زره سي سي وینه راټوله شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د شهید اونۍ او د هېواد ملي اتل احمدشاه مسعود د شهادت ١٩ کالیزې په مناسبت د وینې راټولولو کمپاین په لاره اچولی وؤ، چې د یاد کمپاین په پایله کې د هېواد په دریو ولایتونو کې 125500 سي سي وینه راټوله شوه.

دغه کمپاین د د وږي له 17 نېټې تر 19 پورې په کابل، پنجشیر او هرات ولایتونو کې پیل شوی ؤ. د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني له ټولو وینه ورکوونکو څخه مننه وکړه او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې راټوله شوې وینه به د روغتیا وزارت د وینې بانکونو کې په ښه او معیاري ډول وساتل شي، او د اړتیا سره سم به اړمنو خلکو ته ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS