د هېواد په نا امنه سیمو کې د ګوزڼ واکسین پر تطبیق د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ هڅې

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۶:۳۸
د هېواد په نا امنه سیمو کې د ګوزڼ واکسین پر تطبیق د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ هڅې

د هېواد د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ نن د پولیو واکسین مسؤلینو سره دیوې ناستې په ترڅ کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې ناسته کې د ګوزڼ واکسین مسؤلینو په هېواد کې د ګوزڼ مثبتو پېښو له زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه او د هېواد په نا امنه سیمو کې د پولیو واکسین د نه پلي کېدو او په دې برخه کې شته ننګونې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړې.

دوی ټینګار وکړ چې د ګوزڼ واکسین څلور میاشتنی ځنډ د کرونا ویروس بحران او په پاکستان کې د کرونا ویروس خپرېدو/ زیاتېدو سره په جمعي ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل د ګوزڼ ویروس د زیاتېدو لامل شوﺉ.

د عامې روغتیا وزیر په نا امنه سیمو کې د ګوزڼ واکسین د پروګرام پلي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا مسله به د حکومت مسؤلینو سره شریکه شي، تر څو هغوﺉ له مخالفینو سره د هېواد په نا امنه سیمو کې په تفاهم ورسېږي او واکسیناتورانو ته اجازه ورکړي.

دغه راز ډاکټر عثماني، په دې برخه کې د یونیسف او نړیوال روغتیا سازمان رول مهم وباله او څرګنده یې کړه چې د پولیو شته ننګونې به له دغو ادارو سره شریکې کړي، ترڅو دوی د عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS