د هېواد په کچه د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۴:۵۶
د هېواد په کچه د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت، د یونیسف او نړیوال روغتیا سازمان په همکارۍ نن ۱۴۰۰ لمریز کال کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ. ټاکل شوې ده چې په دې کمپاین کې د ۵ کلونو څخه کم عمره ۹.۶ ملیونه ماشومان واکسین شي او همدارنګه د شپږو میاشتو څخه تر۵۹ میاشتو پورې ماشومانو لپاره به ویټامین A ورکړل شي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د دې کمپاین هدف په هېواد کې د ګوزڼ ویروس له مینځه وړل وبلل او وې ویل: سربېر پر دې چې د ګوزڼ د له مینځه وړلو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري مګر! د هېواد په ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین د کور په کور پلي کولو برخه کې مخالفتونه په هېواد کې د ګوزڼ ویروس پر وړاندې د ماشومانو د معافیتي تشې د رامنځته کېدو سبب شوې دي.

د عامې روغتیا سرپرست د هېواد په ځینو سیمو کې د مخالفینو لخوا د ګوزڼ واکسین د پلي کولو په برخه کې اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: په هر پړاو یا دوره کې په هېواد کې شاوخوا درې ملیونه ماشومان د ګوزڼ واکسین له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي چې دا چاره په هېواد کې د ګوزڼ پېښو د زیاتېدو باعث شوئ دی.

ډاکټر مجروح د عامې روغتیا وزارت یو بې پرې او غیر سیاسي اداره وبلله او په مخالفینو یې غږ وکړ چې د پولیو د واکسین په پلي کولو کې دې وزارت سره همکاري وکړي او هغه ماشومانو چې د دوی د ممانعت له امله د ګوزڼ واکسین له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي اجازه دې ورکړي ترڅو دوی واکسین شي.

دغه راز ډاکټر مجروح د کورونا ویروس بحران په جریان کې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ګوزڼ د دوهم ډول ویروس د خپرېدو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې تېر کال د ګوزڼ ویروس۳۱۰ نوي ډولونه او د دغه ویروس ۵۶ لومړی ډول راپور شوي او په روان کال کې ۱ پېښه د لومړي ډول او ۲۳ پېښې د دویم ډول ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ګوزڼ په برخه کې شته ننګونو ته په اشارې سره وویل: چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام، د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف تر منځ د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه همغږي رامینځته شوې او د دې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د ګوزڼ واکسین په پلي کولو کې لږه غفلت به ماشوم او د هېواد راتلونکی نسل فلج کړي او والدین، مدني ټولنه، رسنۍ او نورې اړوندې ادارې مسؤلیت لري چې د روغتیا سکتور سره د عامه پوهاوي برخه کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان استازي ډاکټر ډاویډ لای وویل ، "د ماشومانو لپاره واکسین او نور لومړني روغتیايي خدمتونه د ګوزڼ او نورو ناروغیو خپرېدو د مخنیوي یوازینۍ لار ده." ټولې ښکېلې خواوې باید د روغتیايي خدمتونو بې پرې والي ته درناوی وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی چې د پولیو واکسین تطبیق او د ویروس په له منځه وړلو کې د افغانستان له روغتیا سکتور سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د یونیسف استازې مېرمن آلیس اکنګا، په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین په پلي کولو کې د دې ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ګوزڼ د کمپاین په پلي کولو سره نه یوازې ماشومان د ګوزڼ پرضد واکسین کېږي، بلکې د دوی د بدن د معافیت د پیاوړتیا لپاره لپاره دوی ته ویټامین A هم ورکول کېږي.

اوسمهال افغانستان او پاکستان یواځني دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ سرایت پکې موجود دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS