د ټولو روغتیایي پرژو د کړنو او مؤثریت بیاکتنه کېږي
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د مخدره توکو کمولو، کنټرول او د سرطان مخنیوي، اصلاحاتو، د اساسي روغتوني خدمتونو، بېړني خدمتونه او آی سي یو پروژو د کړنو او مؤثریت بیاکتنه وکړه.
په دې ناسته کې، د اړوندو پروژو مسؤلینو د پروژو کړنې، اهداف، لاسته راوړنې او موثریت په اړه مفصل جزئیات وړاندې کړل.
ټاکل شوې ده چې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې ۵۴ روغتیايي پروژې چې له عملا فعالیت کوي بیاکتنه وشي.
د روغتیایی پروژو بیاکتنې برنامه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د لارښوونې پر اساس د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو او هغه روغتیایي پروژې چې کاري چارې یې ټکنۍ دي ترسره کېږي.