د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې له مسؤل او تخنیکي استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د څارنې او پلټنې لوی رئیس د ATOA مؤسسې له مسؤل او تخنیکي استازو سره د ذکر شوي نظارت موندنې، د روغتیایي مرکزونو په لیدنو او له مراجعینو او ناروغانو څخه اورېدلې ستونزې شریکې کړې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، شته ننګونو ته د حل لارو موندلو او د اړینو اصلاحاتو عملي کولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

همدارنګه، د ATOA مؤسسې مسؤل خپل وړاندیزونه، شته ستونزې او ننګونې له مفتي عبدالقدوس هاشمي سره شریکې کړې او نوموړي د یادو ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې ترسره او د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت ښه والي یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS