د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS