د کابل ښار د خصوصي او دولتي سکتور د فعالیتونو د څارنې ملي کمېټې د ارزونې پایلې د یوې ناستې په ترڅ کې اعلان شوې

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۹ - ۹:۴۳
د کابل ښار د خصوصي او دولتي سکتور د فعالیتونو د څارنې ملي کمېټې د ارزونې پایلې د یوې ناستې په ترڅ کې اعلان شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکترعبدالباري عمر، د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر حسن غیاثي د شنبه ورځ د جدي ۱۸ په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې د خصوصي او دولتي سکتور د فعالیتونو د څارنې ملي کمېټې د ارزونې پایلې اعلان کړې. 

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کوولو مرستیال ډاکترعبدالباري عمر، د دې ارزونې پايلې د روغتيا په برخه کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې د څارنې او ارزونې ملي کمېټه وتوانېده چې په ډېر کم وخت کې ۱۱۰ روغتونونه چې درې یې بې جوازه ۳۷۱ معاینه خانې چې ۱۲۸ بې جوازه وې، ۶۸ سراپا کلینیکونه چې ۳۴ دانې یې بې جوازه و، ۲۲ تشخیصیه کلینیکونه چې ۶ دانې یې بې جوازه و وارزوي. 

سربېره پر دې ډاکتر عمر زیاته کړه: چې د دې ترڅنګ دغه کمېټه توانیدلې چې ۱۳۹ لابراتوارونه چې ۵۷ یې بې جوازه، ۵۷۶ درملتونونه چې ۹۶ یې بې جوازه، ۸۵ د درملو توریدي شرکتونه چې درې یې بې جوازه، ۲۰۲ د درملو عمده پلورنځي چې اووه یې بې جوازه، ۱۴ د اکسرې کلینیکونه چې ۳ بې جوازه، ۱۶ دولتي روغتونونه او څلور تولیدي فابریکې وارزوي.

همدارنګه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او خصوصي سکتور د دغه ارزونو د دوام په اړه ګډونوالو ته خبر ورکړ او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت په لوړولو، د روغتیايي سیستم پر معیاري کولو، د روغتیايي سیستم په اصلاح او ظرفیت لوړولو او په هېواد کې ټولو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته په اسانه لاس رسي باندې ټینګار وکړ.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر حسن غیاثي، د دغو پروګرامونو د تعقیب او جدیت او دغه راز په هېواد کې د اړمنو کسانو ته د روغتیایي سکتور په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کېدو خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه به په دغه برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شمالي سالنګ ټروما سنټر (بیړني روغتیايي مرکز) د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز پرانیست مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د ولایتونو د همغږۍ سرپرست رئیس ډاکټر عبدالولي علیزي، د بغلان مرستیال والي ملا محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهاند سید الف شاه غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ راډیولوژي څانګې څخه ۱۴ تنه زده کړیالان فارغ شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټېټیوټ رئیس، دوکتور محمدقاسم عادل، د یاد انسټېټیوټ آمرینو، د ډیپارټمنټونو مسؤلینو او استادانو ګډون کړی و.

د غضنفر. . .

BACK TO NEWS