د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته جوړه شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۳:۷
د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت د ښه والي په موخه ناسته جوړه شوه

چهارشنبه، غوایی ۱۴۰۰/۱

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د کابل د روغتونونو رئیسانو سره د دې روغتونونو د روغتیایي وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د جمهوریت او ملالۍ زېږتون روغتونونو ته د جلالتمآب ولسمشر د سفر په اړه خبرې وکړې او له روغتیایي کار کوونکو څخه یې وغوښتل چې د کابل روغتونونو روغتیایي وضعیت د ښه والي او د جلالتمآب ولسمشر لارښوونو د پلي کولو لپاره دې لا ډېره هڅه وکړي.

همدارنګه ډاکتر مجروح، د هېواد د روغتونونو حالت د ښه کولو لپاره د ولسمشر لارښوونو د پلي کولو لپاره تخنیکي کمیټې وګمارلې، ترڅو دا کمیټې وکولی شي د روغتونونو طبي تجهیزاتو اړتیاوؤ، په هېواد دننه د درملو د تولید لېستونو بیاکتنې، په روغتونونو کې د درملتونونو جوړول، په روغتونونو کې د ناروغانو د راجع کولو سیسټم بیاکتنه او د ګودام څخه د درملو د توزیع سیسټم ته د ودې ورکولو لپاره تر هغه پورې چې وېشل کېږي کار د وکړي.

سربېره پردې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د تشکیل د نهایي کېدو، د روغتونونو اوسني وضعیت څخه د ویډیو کليپونو چمتو کولو، د روغتیا ملي جشنوارې په لاره اچولو کې د روغتونونو اساسي او فعال رول او د برخه والو سره د لا همغږۍ په اړه یې له ګډونوالو سره خبرې وکړې او له مسؤولینو یې وغوښتل چې د عامې روغتیا سره په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

له بلې خوا، د کابل روغتونونو رئیسانو د جلالتمآب ولسمشر لارښوونو د پلي کولو په اړه چې د روغتونونو د روغتیایي وضعیت د ښه کولو په پار ورکړل شوي دي، خپل نظریات او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته وړاندې کړل او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS