د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان روغتون په انګړ کی د تصویری تشخیصیه خدماتو مرکز او معیاری لابراتوار جوړول د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) په ماډل:
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت غواړي چې په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون په انګړ کې د عامه او خصوصی مشارک (PPP) په اساس د (Build Operate Transfer BOT) موډل (جوړونه، تطبیقول، لیږد) په کارولو سره د تصویری تشخیصیه خدماتو مرکز او معیاری لابراتوار جوړ کړي, په دې توګه لیواله شرکتونو/ کنسرشیوم ته بلنه ورکول کیږی چې د نوموړی مرکز د جوړولو لپاره هغه شرکتونه چی د روغتیا په برخه کی مالی، تخنیکی، بشری توانمندې او کاری تجربه ولرې خپل غوښتنلیکونه د عامې روغتیا وزارت عامه او خصوصي مشارکت ریاست ته د 1402 هـ ش کال د سلواغې میاشتی تر 18 نیټي وسپاري.
هغه شرکتونه چی نوموړی مرکز کې د پانګونې لیوالتیا لری د اعلان د پاې نیټی څخه مخکې خپل لاندې اسناد روغتیا وزارت پالیسی او پلان عمومی ریاست د عامه او خصوصي مشارکت ریاست (PPP) ته په حضوری ډول راوړی.
۱- ضمیمه راجستریشن فورم باید خانه پوری، امضاء او مهر شی.
۲- د شرکت د کار جواز.
۳- د نوموړی پروژی لپاره طرحه.
۴- د روغتیا په برخه کې کاری تجربی اسناد.
د معلوماتو لپاره په لاندی بریښنالیک او ټیلیفون شمیری اړیکه ونیسي
بریښنالیک: , ppphealth.moph@gmail.com ppp_health@moph.gov.af
ټیلیفون شمیره: 0202301357
د وړتیا لپاره غوښتنو (RFQ) فورم
ترداوطلبی مخکی دورتیااسناد (RFQ)