د کرونا ناروغي سره دمبارزې په لاره کې د شهيدو شويو روغتیايي کارکوونو په نومونو د ځينو روغتيايي مراکزو نوموونه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۵ - ۱۷:۴۸
نام گذاری بخش‌های از مراکز صحی بنام هر کارمند صحی که در راه نبرد با ویروس کرونا شهید شده اند

د عامې روغتيا وزارت چارسمبالي او نوماند‌وزير ښاغلی ډاکټر احمد جواد "عثماني" دهغه سفر په ترڅ کې چې دتیرې جمعې په ورځ( 23 د غبرګولي 1399) کال کې يې ننګرهار ولايت ته درلود, ددغه ولايت د هغو روغتيايي کارکوونکو له کورنيو سره یې د ليدلو ترڅنګ همدردي شريکه کړه, چې د کرونا ناروغي سره دمبارزې په لاره کې يې ژوند له لاسه ورکړی او شهيدان شوي دي •

ډاکټر جواد عثماني د روغتيا دبرخې له ټولو هغو کارکوونکو مننه او قدرداني وکړه, چې د کرونا ناروغۍ سره په لومړۍ کرښه کې د ځان قربانۍ ته چمتو ولاړ او خدمت کوي, او د وزارت د رهبرۍ لخوا يې ددوي د قاطع ملاتړ په برخه کې ټينګار وکړ •

نوموړي همدرانګه وويل : چې د کرونا ناروغي پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روغتيايي کارکوونکو له شپه او ورځ نه ستړي کيدونکي چوپړ او هڅو په صورت کې چې کوم رغتياپال کارمند خپل شرين ځان له لاسه ورکړی وي, د روغتونونو ځينې برخې به د همدغو شهيد شويو کارکوونکو په نومونو مسمی کيږي •

روغتيايي کارکوونکي په دغو ورځو کې له کرونا ناروغۍ سره په لومړۍ کرښه کې قرار لري , او شپه او ورځ د خلکو د ژوند دنجات لپاره هڅې کوي •

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS