د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو
دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي ولسوالۍ به هم تر پوښښ لاندې راولي.
د ملاریا عمومي پروګرام مسؤلین له خلکو غوښتنه کوي چې د دواپاشۍ له ټیمونو سره همکاري وکړي، روغتیايي سپارښتنې مراعات او د ناروغیو مخنیوي لپاره د چاپېریال پاکوالي او نورو وقایوي تدابیرو ته جدي پاملرنه وکړي.
