د کورونا ویروس درېیمه څپه د هېواد په مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې خپره شوې ده

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۵:۴۵
د کورونا ویروس درېیمه څپه د هېواد په مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې خپره شوې ده

شنبه، چنګاښ ۱۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه خبري کنفرانس کې د هېواد د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او وویل: چې د کورونا ویروس درېیمه څپه لاهم د خپرېدو په حال کې ده او د هېواد په مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې خپرېدل زیات شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د هېواد له اوسېدونکو وغوښتل چې د دې ویروس پر وړاندې دې بې غوري نه کوي او د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو سره د دې ویروس په وړاندې ځان خوندي/وقایه کړي.

ډاکترمجروح، همدارنګه په هېواد کې د تور فنګس له خپرېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې په هېواد کې د تور فنګس درې پېښې ثبت شوې دي او دا درې واړه د کورونا ویروس باندې اخته دي.

تور فنګس یوه نادره ناروغي ده او هغه خلک چې د ضعیف بدن او شکرې ناروغي لري د دې ناروغي له ډېر ګواښ سره مخ دي. تبه، ټوخى، کانګرېدل، په پوزه او خولې کې تورې لکې او خواګرځېدل د دې ناروغي عامې نښې دي.

د عامې روغتیا وزارت، سرپرست د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دې وزارت اقداماتو ته په اشارې سره وویل: چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د اکسیجن دستګاه وؤ د پایپ کشۍ کار بشپړ شوئ او همدا چې د اکسیجن تولید دستګاه وې هېواد ته را ورسېږي د نصب او فعال کولو کار به یې پیل شي.

یونیسف ادارې د نړیوال بانک په مرسته شاوخوا لس د آکسیجن د تولید دستګاه وې پېرودلي دي. ټاکل شوې ده چې دغه دستګاه وې د هېواد په لسو ولایتونو کې نصب شي.

ډاکترمجروح، د خپلو خبرو په دوام په هېواد کې د کورونا واکسین پلي کولو پروسې ته په اشارې سره زیاته کړه: په پام کې ده چې امریکا هېواد لخوا د جانسن-جانسن درې ملیون دوزه مرسته شوي واکسین یو نیم ملیون دوزه یې د روانې اونۍ په پای کې هېواد ته را ورسېږي. اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ۹۱۴ زره تنه کسان په هېواد کې واکسین شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او له ټولو خلکو یې وغوښتل چې په دې سختو ورځو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او په روغتیایي مرکزونو کې د ډاکترانو ملاتړ وکړي.

هغه د عامې روغتیا وزارت یو بې پرې او غیر سیاسي اداره وبلله او زیاته یې کړه موږ هوډ لرو چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د هېواد اوسېدونکو ته مساوي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS