د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۵۶
د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو د څرنګوالي په اړه بحث وشو

شنبه، غویی ۱۴۰۰/۴

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د عامې روغتیا وزارت د اړونده څانګو له استازو، د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو، د خصوصي سکتور او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسسو د استازو په شتون کې د هېواد په کچه د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو څرنګوالی تر بحث لاندې ونیؤ.

په دې غونډه کې، د دغه وزارت تخنیکي کمېټو او د عامې روغتیا یو شمېر ولایتي رئیسانو د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د کړنو، ننګونو او تدابیرو په اړه خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او په اړه یې د نظرونه تبادله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په هېواد کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره د دغه وزارت پر جدي اقداماتو باندې ټینګار وکړ او ټولو روغتیايي څانګو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

ډاکترمجروح، په ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا ویروس له امله د رامنځته شوي کړکېچ په ځانګړي ډول د هند هېواد په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل: په داسې حال کې چې د کورونا ویروس پېښې په افغانستان کې لږ دي او په خوښۍ سره چې وضعیت تر کنترول لاندې دی، مګر بیاهم د کورونا ویروس درېیمې پېښې د مخنیوي او مهارلو لپاره موږ اړین چمتوالی نیولی دی.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت سرپرست له اړونده څانګو وغوښتل چې د اوسني وضعیت د ارزولو لپاره دې د څارنې یو ټیم رامینځته کړي، په کورونو کې د کورونا ناروغانو ته د لاسرسي لپاره د کلینیکي ټیمونو رامنځته کول، د پوهاوي برنامې د پیاوړي کولو او د اړتیا سره سم روغتیایي مرکزونه د تجهیز په اړه دې جدي اقدامات وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS