د ګوزڼ پروګرام د ارزونې خپلواکه بورډ په هېواد کې د ګوزڼ ویروس د له منځه وړلو لپاره د عامې روغتیا وزارت د کړنو هرکلی کوي
پنجشنبه، غویی ۳۰/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د ګوزڼ پروګرام د ارزونې د خپلواکه بورډ په غونډه کې برخه واخیسته او د پولیو ویروس د له منځه وړلو په اړه یې د عامې روغتیا وزارت کړنې د ګوزڼ برنامې د خپلواکه بورډ له مسؤل او غړو سره شریکې کړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین پروګرام پر پلي کېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ګوزڼ واکسین پروګرام په پلي کولو کې له ننګونو سره سره، موږ په تېرو شپږو میاشتو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
ډاکتر مجروح، په ولایتونو کې د ناامنیو له امله د ګوزڼ واکسین په هر پړاو کې د درې ملیونو څخه د زیاتو ماشومانوله پاتې کېدو اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د ګوزڼ لابراتوار جوړېدل د روغتیا سکتور لپاره یوه جدي اړتیا وبلله او له روغتیایي شریکانو څخه یې وغوښتل چې د دې لابراتوار د جوړولو په برخه کې د افغانستان د روغتیا سکتور سره همکاري وکړي.
له بلې خوا، د ګوزڼ پروګرام د ارزونې خپلواکه بورډ رئیس د دې ویروس سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د کړنو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د دې بنسټ پر همکارۍ ټینګار وکړ.
دغه ناسته د پولیو پروګرام د ارزونې خپلواکه بورډ لخوا په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل ترسره کېږي او د دې ویروس د له منځه وړلو په اړه د افغانستان د ګوزڼ پروګرام کړنې تر ارزونې لاندې نیسي.